پنجاب کښې د سي اين جي په نرخ کښې د کلو په سر پينځه روپے ديرش پيسے کمي اعلان شويدے

0
27

پنجاب کښې د سي اين جي په نرخ کښې د کلو په سر پينځه روپے ديرش پيسے کمي اعلان شويدے ، نوي نرخ به د شپے دولس بجو نه لاګو کولې شي 

د حکومت او سي اين جي ايسوسي ايشن ترمينځه په دي معاملے مذاکرات روان وو کوم چې د کاميابۍ سره مخ شوي او هم دغه وجه ده چې په ټول پنجاب کښې د سي اين جي په نرخ کښې د پينځه روپے ديرش پيسے د کلو په سر کمي راوستي شويدے
د سي اين جي ايسوسي ايشن چيئرمين غياث پراچه وائي چې په تيرو اتو کالو کښې د سي اين جي په نرخ کښې دا ريکارډ کمي شويدي او وس به سي اين جي يوڅلويښت روپے نوي پيسے کلو ميلاويږي 
څرګنده دي وي چې د بهر ملک نه درآمد کړې شوي ايل اين جي پنجاب کښې سي اين جي اسټيشنو ته ورکولې کيږې چرته چې هغه بيا سي اين جي ته منتقل کولو ورستو خرڅولې کيږې