پنجاب کښې سکولونو بنديز په اړه صورتحال غير يقيني دے

0
29
 د پنجاب سر ښار لاهور پشمول د صوبې نورو سيمو  پرائيويټ سکولونو بنديز په اړه صورتحال غير يقيني دے او د حکومت پنجاب واضح نوټيفيکيشن  باوجود دولس شخصي تعليمي ادارو سکولونه  د بند  ساتلو اعلان کړے
تفصيلاتو ترمښۀ پنجاب حکومت او پرائيويټ سکولونو انتظاميه ترمينځه مزکراتو نه پس هم د سکولونو بنديز په اړه صورتحال غير يقيني دے او دولس  پرائيوټ سکولونه چي پکښې لاهور ګرائمر ، بيکن هاوس ، ايل جي ايس ، لکاس ، امريکن انټرنيشنل او لرننګ الائنس سکول شامل دي خپل سکول بند ساتلو اعلان کړے
پرائيويټ سکول مالکان دريځ خپل کړے چي حکومت دے پرې  درج مقدمات  هم  کړي او د سکول سيکورټي په اړه دے کوټلي ګامونه پورته کړي ، بلښواه صوبائي وزير تعليم رانا مشهود وئيلي چي  د حکومتي باور  باوجود سکول بند ساتلو باندے به کاروائي کړلي کيږي او حکومت سيکورټي ورکولو  متعلق واضح هدايات هم جاري کړي هغه اوئيل چي حکومت مخکښې نه جوړ شوي مقدمات ختم کړي ولي پرائيوټ سکول مالکانو ته  د سيکورټي په نوم  فيس زياتولو  اجازت نشو ورکولي