پنډۍ اسلام آباد کښي د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارے کارروائي کړي

پنډۍ اسلام آباد کښي د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارے کارروائي کړي ، د سي ټي ډي کارروائۍ دوران د کالعدم تنظيم د يو انتهائي مطلوب کمانډر خالد پشمول دوه تره ګر نيولي شوي د سي ټي ډي مطابق نيولي شوي ترهه ګرو پنډۍ کښې د تخريب کارۍ منصوبه جوړه کړي وه چه بروقت ناکامه کړي شوي
د سي ټي ډي ترجمان مطابق کارروائۍ دوران د کالعدم تنظيم د يو انتهائي مطلوب کمانډر پشمول دوه تره ګر نيولي شوي ، ترجمان مبينه ترهه ګر کمانډردخالد په جعلي نوم پاکستاني شناختي کارډ جوړ کړي وو سي ټي ډي وائي چه دمبينه دهشتګرد د قبضے نه په لوئي مقدار کښي دهماکه خيز مواد برآمد کړي شوي، وئيلي کيږي چه ګرفتار ترهه ګر کمانډر خالد کال دوه زره نوولسم کښي افغانستان کښي ګرفتار کړي شوي وواودجلال آباداو پل چرخي په جيل کښي بنديون پاتي شوي د سي ټي ډي زرائع وائي چه ګرفتار دهشتګرد کال دوه زره يوويشتم کښي د طالبانو حکومت راتلو روستواو د پل چرخي جيل ماتيدو نه پس په غير قانوني تاګه پاکستان ته داخل شوي وواو د خپل شناخت پټولو لپاره ئي دخالد په جعلي نوم پاکستاني شناختي کارډ جوړ کړي وو سي ټي دي وائي چه د پيښور اوسيدونکې د کالعدم تنظيم دهشتګرد فاروق هم سره د درنې وسلي او دهماکه خيز مواد ګرفتار کړي شوي ترجمان مطابق نيولي شوي دواړه ترهه ګرو نه نور تفتيش روان دے