پنډۍ او اسلام آباد پشمول د ملک په نوروسيمو کښې د باران امکان څرګند کړېدے

د موسمياتو محکمې زيارت نه تر خالى ورځې پورې پيښور،مردان، کوهاټ ډويژن،فاټا،پنډۍ او اسلام آباد پشمول د ملک په نوروسيمو کښې د باران امکان څرګند کړېدے

د موسمياتو محکمې له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى چې راتلونکې شوا روز کښې به د ملک په زياتره سيمو کښې موسم وچ وى ولې د زيارت نه تر خالى ورځې پورې پيښور،مردان،کوهاټ ډويژن،ملاکنډ،هزاره، فاټا،اسلام آباد او پنډۍ پشمول کشمير او د ملک په بيلا بيلو برخو کښې د باران امکان دے
بيانيه زياتوى چې تيرو څليريشت ګهنټو دوران د ملک په زياتره سيمو کښې موسم وچ وو ولې کوئټه،مکران،ژوب،بنو او ډى آئى خان ډويژن کښې د پړک پړوک سره باران وريدلې دے