په افغانستان کښې امن نه صرف د پاکستان لپاره بلکې د پوره منطقے لپاره ډير ضرورى دے

په افغانستان کښې امن نه صرف د پاکستان لپاره بلکې د پوره منطقے لپاره ډير ضرورى  دے،بائد نړيواله ورورولي په افغانستان کښې د انساني او معاشي بحران مخنيوي لړکښې د افغانستان مرستي جاري اوساتي ،په نيويارک کښې د وزيرخارجه شاه محمود قريشي د اقوام متحده د جنرل اسمبلۍ د اجلاس په موقع د يورپي يونين د خارجه چارو د مشر جوزف بوريل سره د ملاقات په مهال خبري

شاه محمود قريشي د يورپي يونين د خارجه امورو سربراه د نورو اروپائي ملکونو د خارجه وزيرانو سره د شوي روابطو نه هم خبر کړےاو ورته ئې د افغانستان د ګاونډي ملکونو د وزرائے خارجه د نکتۀ نظر او دغه رنګې د شنګهائي تعاون تنظيم په فورم د شوي پريکړو نه خبر کړے په دے موقع وزير خارجه د يورپي يونين په قرارداد کښې د پاکستان په اړه په منفي حوالو ورکولو باندې انديښنه څرګنده کړي او وئيلي ئي دي چې د داسي قسمه غير منطقي حوالے ورکول د پاکستان او اروپائي هيوادونو ترمينځه اړيکو سره نه ښائي او مونږ ګنړو چې داسي قسمه کارونه د پاکستان کوششونه نظرانداز کولو مترادف خبره ده وزيرخارجه د يورپي يونين د خارجه چارو په مشر جوزف بوريل باندې واضحه کړې چې پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې ډير مالي او ځاني زيان پورته کړے،هم دغه رنګې ئې د افغانستان څخه د مختلفو ملکونو سفارتي او نوره عمله په حفاظت سره راويستلي ،غرض دا چې د پاکستان نه څومره هم کيدلے شوه د افغانستان په برخه کښې ئې د نړيوالو مرستي کړي د ملاقات پر پائے کښې دوانړه مشران د افغانستان پر موضوع له نزدے رابطه ټينګولو باندې صلاح شول او د خطے امن او قلاري لپاره ئې په ګډه کوششونه کولو باندې ټينګار ووکړو