په افغانستان کښې کورونا وائرس کيسونوکښې اضافې لوجې د امريکې سفارت خپلو وګړو ته په سختو ټکوکښې خبردارې ورکړې چې زر تر زره د افغانستان نه اوځى

په افغانستان کښې کورونا وائرس کيسونوکښې  اضافې لوجې د امريکې سفارت خپلو وګړو ته په سختو ټکوکښې خبردارې ورکړې چې  زر تر زره د افغانستان نه  اوځى

په کابل کښي دامريکي سفارت خانې لخوا جاري شوي خبردارے وائي چه په ټول افغانستان کښي دنوول کورونا وائرس څخه نوې کيسونه او مرګونه تيزۍ سره مخ په زياتيدو دي او هسپتالونه دنوول کورونا وائرس او نورو مريضانولپاره دسپلائي، آکسيجن او بسترونو کموخت سره مخ دي، بيان زياتوي هسپتالونه د ځائے دنشتوالي لوجي امريکائي شهريانوته د داخلې ورکولو نه انکار کوي د يادوني وړ ده چه د امريکي د بهرنیو چارو وزارت دامريکائي شهريانو کابل ته د راتلو خلاف د څلورمې درجې الرټ جاري کړي بلخواکابل کښي د امريکي سفارت وائي چې دي الرټ کښي د کورونا وائرس نه علاوه د جرائم ،ترهه ګرۍ،شهري ناقلاري ، آغوااو وسله وال انښتو نشاندهي هم شوي دي الرټ کښي دا هم وئيلي شوي چه د حامد کرزی انټرنيشنل ائيرپورټ څخه کمرشل فلائټس ميسر نه دي ځکه سفارت په کلکه هدايت کړي چه د امريکي هاغه شهريان چه وطن ته د تلو اراده لري زر تر زره دافغانستان څخه ووځي