په ايس او پيز عمل کولو لپاره د پوځ په تعيناتۍ ډيره بهرتى راغلې ، اسد عمر

نن د کورونا په کيسونو په تعداد کښې کمے مخې ته راغلے

وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چي د فوج تعيناتۍ سره ايس او پيز باندي عمل درامد کښې کافي بهتري راغلي ده، قومي سطح باندي ايس او پيز تعميل اته شپيته فيصد ته رسيدلي دے، اسد عمر مطابق سند کښې د ټولو نه کم يعني پنځه څلويښت فيصده په ايس او پيز باندي عمل درامد کيږي

سربراه اين سي او سي او وفاقي وزير برائے منصوبه بندي اسد عمر ټويټ کړيدے، وئيلي دي چي د فوج تعيناتۍ پشمول مضبوط ګامونه پورته کولو سره ايس او پيز باندي عمل درامد کښې کافي بهتري مخي ته راغلي ده، اسد عمر مطابق قومي سطح باندي په ايس او پيز تعميل کښې دوه ګنا اضافه شويده، پنځويشتم اپريل پوري په ايس او پيز باندي عمل درآمدڅلور ديرش فيصد وو، ولي اوس اته شپته فيصدته رسيدلے دے ، اسد عمر وئيلي دي چي دريمي مئي پوري په ايس او پيز باندي د ټولو نه زيات عمل درامد اته اتيا فيصده په وفاق کښې شويدے، دغه شان خيبر پختونخوا کښې شپږ شپته فيصده کورونا ايس او پيز باندي عمل درامد کيږي، پنجاب کښې يو کم اوويا فيصد، بلوچستان کښې دري شپته فيصده او د ټولو نه کم په سند کښې پنځه څلويښت فيصده عمل درامد کيږي