په اپوزيشن مشرانو باندې د بے بنياده الزامونو سلسله جارى ده

پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسى وئيلى دى چې په اپوزيشن مشرانو باندې د بے بنياده  الزامونو سلسله جارى ده، په ټولو باندي دائر کيسونه هم بے بنياده دي، زه چيلنج ورکوم چي په ما دي کرپشن ثابت کړے شي

کراچې کښې احتساب عدالت کښې پيش کيدو نه پس ميډيا ته وينا په شاهد خاقان عباسي اووئيل چي نه خو نيب ويريږم او نه مقدمو درج کولو نه ، وائي چې دروغو کيسونو لوجې نيب ملک ته نقصان رسولې او پاکستان ئي مفلوج کړې دې، پي ټې آئي وزيرانو به وئيل چي دغه کيسونه د کرپشن په بنياد دي، ولي نن هغه وزيران پخپله صفائياني پيش کوي، رهنما ن ليګ اووئيل چي حکومتي وزيران پخپله کرپشن کښې ککړ دي، ولي د هغوي نه تپوس کولو والا هيڅ څوک نيشتے،کرپشن کسيونه صرف مخالفين دباولو لپاره دي، .شاهد خاقان عباسي تپوس کړی چې په ملک کښې دبجلې او ګيس کمې زمه وارڅوک دې، ايل اين جي نه دټولو نه ګرانه بجلې جوړو څوک زمه دار دي، داوړو، چيني او پيټرول بحران کيسونه څوک ګوري