په جومات د دهشت ګردو حمله ډيره تکليف ده او قابل مذمت ده، عمران خان

0
45
عمران خان

وزيراعظم عمران خان د نيوزي لينډ ښار کرائسټ چرچ کښې په جوماتونو شوي حملو په سخټو ټکو مذمت کړے او وئيلي دي چې په جومات د دهشت ګردو حمله ډيره تکليف ده او قابل مذمت ده ، دا حملے ز مونږ د هغه مؤقف تصديق کوي چې د دهشت ګردو هيڅ مذهب نه وي ، زمونږ همدرديانې او دعاګانې غم زپلي خاندانونو سره دي ,
د سماجي ويب سائټ ټويټر باندې خپل پيغام کښې عمران خان وئيلي دي چې کرائسټ چرچ کښې په جوماتونو حملے قابل مذمت دي اوتکليف رسونکي دي ،
دا حملے د پاکستان هغه موقف تائيد کوي کوم چې مونږ بيا بيا تکرار کړے وو چې د دهشت ګردو هيڅ مذهب نه وي ،متاثرين لپاره دعاګو يو او غم زپلي خاندان سره خواخوږي کوؤ
عمران خان زياته کړه چې په مسلمانانو مخ په زياتيدونکي حملو په شا د نائن اليون حملو وروستو د دهشت ګردۍ هرې واقعے ذمه وار په اسلام اويا ارب مسلمانو په سر اچولي شويدي او د مسلمانانو جائز سياسي جدوجهد خلاف هم د دهشت ګردۍ حربه استعمالولې شي