په دويمه ورځ هم کابيني غونډه کښي په ايمنسټي سکيم منظوري باندي اتفاق نه دي راغلي

0
12

وزيراعظم عمران خان په مشري کښي په دويمه ورځ هم کابيني غونډه کښي په ايمنسټي سکيم منظوري باندي اتفاق نه دي راغلي، وزير اطلاعات وائي چي راتلونکي کابيني غونډه کښي به بيا په دغه معامله غور کولي شي
وزيراعظم عمران خان په مشري کښي د وفاقي کابيني غونډه ايمنسټي سکيم باندي بغير څه فيصلي سرته رسيدلي، دويمه ورځ وفاقي کابينه په خصوصي توګه اثاثه جات ډکليئريشن يعني ايمنسټي سکيم منظورولو لړ کښي رابللي وه، ولي چي تيره ورځ وفاقي کابيني ايجنډه کښي شامل ايمنسټي سکيم په حواله بعضي ارکانو مخالفت کړي وو
ذرائعو ترمخي وفاقي کابيني دويمه غونډه کښي هم په ايمنسټي سيکم باندي وفاقي وزرا متفق شوي نه دي، وائي چي دغه سکيم مونږه په ماضي کښي مخالفت کړي وو نو اوس ئي څنګه نافذ کړو
بلخوا وزير اطلاعات فواد چوهدري وفاقي کابيني غونډي په اړه ټويټ مخي ته راغلي، وائي چي يو ځل بيا په غونډه کښي ايمنسټي سکيم په بعضي شقونو باندي اتفاق نه دي راغلي ، دغه ايجنډا راتلونکي کابيني غونډي پوري ځنډولي شوي