په راتلونکي انتخاباتو کښ به ده پختنو د مستقبل فيصله پختانه په خپله کوي

0
13

د عوامي نيشنل پارپارټئي صوبائي صدر امير حيدر خان هوتي ويلي دي چي په راتلونکي انتخاباتو کښ به ده پختنو د مستقبل فيصله پختانه په خپله کوي ۔ ده صوبائي اسمبلي پي کے ۱۶اميدوار حاجي بهادر خان په سربراهئي کښ په تحصيل منډا کښ د جلسه عام په موقع په زرګونو اولس ته ده وينا په وخت حيدر خان هوتي او وئل چي پنجاب هميشه خپل مشران او سنده خپل مشران کاميابيوي زکه پختانو له هم پکار ده چي د عوامي نيشنل پارټئي سره ملاتړ او کي۔ هغه زياته کړه چي مونګ اول مسلمانان او بيا سياست کوو او اسلام چرے هم دا اجازت نه ورکوي چي ده زاتي فائدو لپاره استعمال شي ۔ هغه او ويل چي جمعيت علما اور جماعت اسلامي په مرکز اور صوبه کښ پنحه کاله شريک حکومت کښ اسلام ته خطره نه وه محسوس کړے خو د حکومت نه پس ورته بيا اسلام په خطره کښ خکاره شو۔ حيدر هوتي او وئيل چي ده نوي پاکستان او تبديلئي لپاره چي کم زوانانو ووټ ورکړے وو عمران خان هغه کسانوڼ سره وفا وه نه کړه او په چځترئي راغلي کسانو ته ئے ټکټونه ورکړل ۔ په دے موقع ده صوبائي اسمبلي اميدوارحاجي بهادر خان ، قومي اسمبلي اميدوار ملک نظر ګجر، ضلعي صدر حسين شاه خان، قاضي عزيز الحق، اکرام الحق ، فضل معبود او نورو مشرانوڼ جلسے ته خطاب اوکرو۔ مشران او وئيل چي جماعت اسلامي خپلے انتخابي وعدے تر سره نه کړے شوے زکه پکار ده چي ده سياست نه کناره کشي اختيارکي ۔ مشرانو او وئيل چي کم ځوانانو چي پرويز خټک له ووټ ورکرے وو پکار ده چي ترينه ده ارباوڼ روپو قرضونو حسان کتاب او غواړي