په عالمي منډې کښې د خام تيلو په نرخ کښې اوو فيصده کمي راغلې

په عالمي منډې کښې د خام تيلو په نرخ کښې اوو فيصده کمي راغلې، ډبليو ټي آئي خام تيل يوسل نهه ډالر في بيرل ته راکوز شول، بلخوا لندن برينټ اوو ډالر راکميدو سره يوسل ديارلس ډالر في بيرل باندې ټريډنګ کوي
په عالمي منډې کښې د ټريډنګ دوران خام تيلو په قيمت کښې اوو فيصده لوئې کمې راغلې ده، ډبليو ټي آئي خام تيل اته ډالر کمې سره يوسل نهه ډالر في بيرل ته رارسېدلې دې بلخوا لندن برينټ په نرخ کښې اوو ډالر راکم شوې چې له وروستو يوسل ديارلس ډالر في بيرل باندې ټريډ کوي، د رانګه عالمي مارکيټ کښې ګيس پينځه فيصده راکم شوېدې، ګيس اوو ډالر في ايم ايم بي ټي يو باندې خرڅيږي