په لندن کښې د مسلم ليګ ن قائد نوازشريف په مشرې کښې غونډه شوې

په لندن کښې د مسلم ليګ ن قائد نوازشريف په مشرې کښې غونډه شوې، غونډې کښې د اليکشن په تيارۍ او د مريم نواز واپسې په انتظاماتو غور شوې، نوازشريف وائي چې غير متنازعه کس تعيناتي متنازعه جوړول د پي ټي آئي منشور دې، بلخوا داخله وزير رانا ثناالله وائي چې مريم نواز به په اتويشتمې جنورۍ وطن ته واپس رارځسي،

په لندن کښې د ميانوازشريف په مشرې کښې د ن ليګي غړو اجلاس شوېدې،چې پکښې راتلونکي انتخاباتو په تيارې او د مريم نواز واپسې په انتظاماتو غور شوېدې، د نوازشريف سزاګانو خلاف په عدالتونو کښې زير التو معاملاتو کښې تيزې راويستو فيصله هم شوېده سرچينې وائي چې نوازشريف به د اليکشن شيډول جاري کېدو وروستو سمدستي پاکستان ته راځي، ولې مريم نواز به يکم فروې نه پنجاب او خېبر پختونخوا کښې جلسو ته خطاب کوي يو پوښتنې په جواب کښې نوازشريف اوئيل چې غير متنازعه کس تعيناتي متنازعه جوړول د پي ټي آئي منشور دې، پنجاب او خېبر پختونخوا کښې د اليکشن مشرې کولو په اړه به زر خبره کوؤم بلخوا داخله وزير رانا ثناالله اوئيل چې د مريم نواز واپسې پروګرام لږ بدل کړې شوېدې، هغه به په اوويشتمه جنورې دبئي ته ځي او په اتويشتمه جنوري به وطن ته واپس راځسي،