په مخکښي نه اوس پاکستان او افغانستان ترمینځه تجارتي حالات سازګار شوي،افغان قونصل جنرل نجيب الله احمدزي

#KhyberNews #PashtoNews

پېښور کښې د افغانستان قونصل جنرل نجيب الله احمدزي وئيلي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځه تجارتي روابطې د وړاندې په نسبت کمې شوې وې خو اوس د دوانړو ګوانډي ملکونو د مثبت اقدامات پورته کولو وروستو حالات سازګار شويدي او تمه ده چې تجارت به وده مومي.افغان قونسل جنرل نجيب الله احمدزی خيبر نيوز سره خصوصي مرکه کښې وئيلي چې اوس به د خرلاچي او غلام خان سرحد د لارې تجارت ته ډيره وده ترلاسه شي.هغه زياته کړيده د افغانستان نه د وفودو په راتګ د لارې به د روزګار موقعې پيدا شي او دا چې غلام خان لاره د ټرانزټ ټريډ لپاره د استعمالولو ضرورت دې