په مشکل وخت کښې پاکستان د سرى لنکا سره ولاړ دې،شاه محمود قريشى

0
32
بهارت دي پاکستان سره د مزاکراتو په ميز کيني، شاه محمودقريشي

وزير خارجه شاه محمود قريشي د سري لنکا وزيراعظم ته ټيلي فون کړے او ورسره ئې په بمي چاودنو کښې مړه شوي کسانو په مرګ د تعزيب اظهار کړيدے ، شاه محمود قريشي وائي چې په دې مشکل وخت کښې پاکستان حکومت او اولس د سري لنکا سره اوګه په اوګه ولاړ دے ،بلخوا وزيراعظم عمران خان هم سري لنکا کښې شوي بمي چاودنو په سخت ټکو کښې غندنه کړيده
د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قريشي سري لنکن وزيراعظم وکرماسنګهے سره ټيلي فون د لارې رابطه کړيده چې پکښې وزير خارجه د سري لنکا وزيراعظم سره ګرجاګهرو او هوټلو کښې بمي چاودنو کښې مړه شوي کسانو په مړينه د تعزيت اظهار کړيدے
وزير خارجه شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاکستان سره لنکا سره هرقسمه مدد ته تيار دے او دا چې په دې مشکل وخت کښي پاکستان د سري لنکا سره اوګه په اوګه ولاړ دے
شاه محمود قريشي دا هم وئيلي دي چې وړومبي فرصت کښې به د سري لنکا دوره هم کوي
بلخوا وزيراعظم عمران خان د سري لنکا په ګرجاګهرو او هوټلو کښې شوي بمي چاودنو په سختو الفاظو کښې مذمت کړيدے
عمران خان وائي چې پاکستان سري لنکا سره په دې غم کښې برابر شريک دے او د پيښې چې هرڅومره غندنه اوشي نو کمه ده