په مقبوضه کشمير نرنيدر مودى تاريخى حمله کړې: بلاول بهټو زردارى

په مقبوضه کشمير نرنيدر مودى تاريخى حمله کړې: بلاول بهټو زردارى

پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زردارى وئيلى دى چې په مقبوضه کشمير نرنيدر مودى تاريخى حمله کړې ولې زمونږ وزيراعظم د خارجه پاليسۍ نه بيخى نابلده دې ، هغه وئيلى چې پاکستان پيپلزپارټى د اولس سياسى او معاشى حق خبره کوى او تل لپاره ئې د بشرى حقونو غږ پورته کړې
د ګلګت بلتستان په ګهانچى سيمه کښې جلسې ته د وينا په وخت بلاول بهټو زردارى وئيلى دى چې پاکستان پيپلزپارټى تل لپاره د غريب اولس د حق خبره کړې او د ګلګت بلتستان اولس ته ئې معاشى او سياسى حقوق ورکړيدى
بلاول بهټو زردارى اووئيل چې ذوالفقار على بهتو د پاکستان وړومبې ليډر وو چا چې د ګلګت بلتستان خلقو ته پوره قانون حقوق ورکړى وو او شهيد بېنظيربهټو وړومبې وزيراعظمه وه چا چې د سياچن دوره هم کړې وه
د مقبوضه کشمير په معاملاتو وينا په وخت بلاول بهټو زردارى اووئيل چې د هند وزيراعظم نريندر مودى په مقبوضه کشمير تاريخى حمله کړې ولې زمونږ وزيراعظم د نړيوال معاملاتو او خارجه پاليسۍ نه نابلده دې
بلاول اووئيل چې وزيراعظم عمران خان وئيلى وو چې خودکشى به اوکړى ولې ائى ايم ايف نه به قرضه وانخلى ولې اوس ئې د ائى ايم ايف نه قرضه هم واخيسته او خودکش ئې هم اونکړه
هغه ووئيل چې موجوده حکومت د يو کال دوران دومره قرضې اخيستې کوم
چې تير حکومت پنځه کاله کښې هم نه وې اخيستې او يو کال دوران ئې ټول
لوظونه دروغ ثابت شوى