په ملک باندي د ډاکوانو قبضه ده

په ملک باندي د ډاکوانو قبضه ده، هره ورځ د دوي کيسونه معاف کيږي، د پي ټې آئي چئيرمين عمران خان يو ځل بيا په حکمرانانو سخت تنقيد، وئيلي دي چي کوم قوم کښي د قانون حکمراني نه وي، هغه قوم تباه کيږي، هر غريب ملک کښې د زرداري او نواز شريف په رنګ خلق ناست دے، عمران خان مطابق حقيقي آزادۍ جنګ د راتلونکي نسل لپاره کووم، د هغوي د مستقبل سوال دے
دا خبري پخواني وزير اعظم او د پي ټې آئي چئيرمين عمران خان اسلام آباد کښي طالبات کنونش ته خطاب دوران کړيدي، وئيلي دي چي په ملک باندي د غلو او ډاکوانو قبضه ده، هر ورځ دوي خپل کيسونه معاف کوي،په کوم قوم کښي چي د قانون حکمراني نه وي،نو هغه قوم تباه کيږي، د عمران خان وينا وه چي هر غريب ملک کښې د زرداري او نواز شريف په رنګ خلق ناست دے، چا چي ځان دپاره جدا او غريب لپاره جدا قانون جوړ کړيدے، دلته جيلونه ته صرف غريب ليږلے کيږي، ولي غټ مجرمانو ته ريليف ورکړے کيږي عمران خان خپل خطاب دوران طالبات ته اووئيل چي د حقيقي آزادۍ جنګ ستاسو د راتلونکي وخت لپاره کووم، ستاسو د مستقبل سوال دے ، چي ازاد ژوند اوکۍ