په وړومبني ځل به لس کلنه شپږ اويا لکهه نه سيوا ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکولے کيږي

0
16
سرښار پيښور کښې يو واري بيا د پوليو مهم شروع کړے شوي

خيبر پښتونخوا کښې په وړومبني ځل به لس کلنه شپږ اويا لکهه نه سيوا ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکولے کيږي او دا مهم به د روانے مياشتے دوه ويشتمے نيټے نه شروع کولے شي
داخبري ډپټي کمشنر پيښور ډاکټر عمران حامد شيخ يو خبري غونډي په مهال کړي
هغوي ووئيل چي پوليو قومي ايمرجنسي ده او ضلعي حکومت په مدد سره پوليو خاتمے لپاره ورځ او شپے کار کوو،
ډپټي کمشنر ډاکټر حامد شيخ زياته کړه چي پيښور کښې پوليو ويکسين اچونکو عمرونو کښې مودے لپاره اضافه اوکړه چي دلته ماحول کښې پوليو وائرس مستقل موجود دي، او ګټر اوبو نه پوليو وائرس نمونے کال دوه زره اولس نه ديخوا مثبت را روان دي
په دي موقع ټيکنيکل پوليو پرسن ډاکټر امتياز علي شاه اووئيل چي صوبه خيبر پښتونخوا بشمول نوو قبائيلي ضلعو کښې دويشتم اپريل نه شروع کيدونکي مهم کښې به شپږ اويا لکهه نه سيوا ماشومانو ته پوليو مخنيوي څاڅکي اچولے شي، پوليو مخنيوي مهم به شپږ ورځي پورے جاري وي