په يوه هفته کښې چرګ،پياز،انډې،چينى او اوړو پشمول پنځويشت خوراکى څيزونه نور ګران شوى ، وفاقى اداره شماريات

حکومت په ګرانۍ کنټرول کولو کښې په مکمله توګه ناکامه شويدے ،په يوه هفته کښې  چرګ  ، پياز ، انډے ، چيني او اوړو پشمول پنځويشت خوراکي څيزونه نور ګران شوي دي ، وفاقي اداره شماريات ګرانۍ په اړه هفته وار رپورټ جاري کړو ، د رپورټ مطابق ګرانۍ کښې اعشاريه دوه اتيا فيصده اضافه شوېده

اداره شماريات رپورټ مطابق د چرګ نرخ شپږ ديرش روپۍ سېوا شوے، او دا وخت خواو شا درې سوه پينځويشت روپۍ في کلو خرڅيږي، په يوه هفته کښې د چينو قيمت درې روپۍ في کلو ګران شوے، او نوے نرخ ئې يوکم سل روپو ته رسيدلے دے، دغه رنګه يوې هفتې دوران د شل کلو اوړو تهيلۍ نرخ دري ديرش روپۍ ګران شوے، نوے نرخ ئې يوولس سوه ، پينځه څلويښت روپو ته اورسيدو ، هګۍ اووه روپۍ في درځن ، پياز دوه روپۍ في کلو او غوښه دولس روپۍ في کلو ګرانه شوېده، دې نه علاوه دال چنا، پئۍ، ماستۀ او وريژو قيمتونو کښې هم اضافه ريکارډ شوېده ، رپورټ ترمخه صرف اووه څيزونو قيمتونو کښې کمے راغلے، په کوم کښې چې ټماټر پينځه روپۍ في کلو او دال مونګ دوه روپۍ کلو ارزان شويدي