په پاکستان بے بنياده الزامونو معامله،نوي دلي کښې تعينات پاکستاني هائي کمشنر واپس رابللے شوېدے

0
44

په پاکستان بے بنياده الزامونو معامله،نوي دلي کښې تعينات پاکستاني هائي کمشنر سهيل محمود واپس رابللے شوېدے،د خارجه دفتر ترجمان بيان ترمخه پاکستاني هائي کمشنر پلوامه حملے ورستو پيدا شوي صورتحال باندې صلاح مشورې لپاره رابللي شوېدے
د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستان په بهارت کښې تعينات خپل سفير واپس رابللے دے
بيان ترمخه پاکستاني سفير سهيل محمود د نوي دلي نه واپس راروان شوېدے
بيان کښې زياته کړې شوېده چې د پاکستاني هائي کمشنر واپس رابللو مقصدپلوامه حملې وروستو پيدا شوي صورتحال باندې مشاورت کول دي
ياده دي وي چې پلوامه کښې د بهارت سيکيورټي اهلکارو په قافله درې ورځې مخکښې حمله شوي وه او نوي دلي انتظاميې د خپل عادت مطابق د څه تحقيقاتو نه بغير د دې حملې ذمه واري په پاکستان اچولي وه چې لوجې ئې دواړو ملکونو ترمينځه يو وارې بيا تاؤ تريخوالې پيدا شوېدے