په پاک افغان پوله شهيد شوې پوځى کاشف على جنازه نوښار کښې شوې

په پاک افغان پوله شهيد شوې پوځى کاشف على جنازه نوښار کښې شوې

پاک افغان بارډر باندې د باړ لګولو دوران ترهه ګرو په حمله کښې شهيد شوې د پاک فوج ځوان کاشف علي جنازه نوښار په سپين کانړي علاقه کښې ادا کړې شويده او فوجي اعزار سره خاورو ته سپارلې شويدے ،جنازے مونځ کښې د ايف سي او پاک پوځ اعلي افسرانو پشمول عام خلقو ګنړه شميره کښې ګډون کړيدے
تيره ورځ پاک افغان پوله باندې د باړ لګولو پرمهال ترهه ګرو په حمله کښې د نوښار سره تعلق لرونکې پوځي اهلکار کاشف علي شهيد شوې وو د چا جنازه کښې نن سپين کانړي سيمه کښې ادا کړې شوي او د هغې نه پس فوجي اعزاز سره خپل پلارنۍ اديره کښې خاورو ته سپارلې شويدے
د شهيد کاشف علي په جناره کښې پاک فوج سره تعلق لرونکي اعلي افسرانو او عام خلقو ګنړه شميره کښې ګډون کړيدے
په دې موقع د پاک فوج بريګيډئر وقار حيدر رضوي اووئيل چې د ملک ماشوم ماشوم خپل وطن باندې ځان قربانولو ته تيار دے او دا وجه ده چې نن د پاکستان دفاع مضبوطه ده
بريګيډئير وقار رضوي مخکښې اووئيل چې د ملک لپاره د خپل ځان قرباني ورکونکي شهدا به پاکستانې قام تل ياد ساتي او هغه ورځ لرې نه ده چې ترهه ګري به د جرړو ختمولې شي