په کال نورلس سوه اوونوي کښي هم ن ليګ په سپريم کورټ باندي حمله کړې، عمران

په کال نورلس سوه اوونوي کښي هم ن ليګ په سپريم کورټ باندي حمله کړې، عمران

په کال نورلس سوه اوونوي کښي هم ن ليګ په سپريم کورټ باندي حمله کړې ،د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان په خپل ټويټ کښې اوئيل چي څنګه په کال نورلس سوه اوو نوي کښې د نواز شريف خلاف کيس کښې په چيف جسټس سجاد علي شاه باندي ن ليګ حمله کړي وه، هم هغه شان نن بيا ن ليګ په عدالتونو حمله آور ده

د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان خپل ټويټ کښې اوئيل چي ځه دا غواړم چي د ضرورت په وخت باندي ټول قام د آئين ، جمهوريت او د قانون حکمراني دفاع لپاره په سړکونو راوتو ته تيار اوسيږي ،عمران خان وائي چي کوم جماعتونه ددي سازش مخالف دي هغوې سره خبري کولو ته تيار يم ، ن ليګ انتخاباتو نه يريږي
زما خپل وکلا برادرې نه دا خصوصي اپيل دے چي د آئين پاکستان او د قانون حکمرانې تحفظ لپاره دي هم دغه شان مخ په وړاندي روان وي او خپل کردار دي ادا کړي ، لکه څنګه چي هغوې د کال دوه زره اوو په وکلا تحريک کښې کړې