په کشميري وګړو د بهارتي پوځ ظلم او تشدد جاري دے

په کشميري وګړو د بهارتي پوځ ظلم او تشدد جاري دے او کور په کور د تلاشۍ دوران ئې دوه نور ځوانان په ډزو شهيد کړيدي بلخوا په بهارتي پوځيانو د حملے په نتيجه کښې يو ميجر پشمول دري اهلکار ژوبل شويدي
کشمير ميډيا سيل رپورټ ترمخه مقبوضه وادۍ کښې د هندوستان رياستي دهشت ګردي جاري ده
رپورټ کښې وئيلي شوي چې قابض پوځيانو اسلام آباد ضلع کښې د سرچ آپريشن دوران دوه کسان په ډزو شهيد کړيدي
رپورټ کښې زياته کړي شوېده چې د بهارتي پوځيانو د سرچ آپريشن په وخت اسلام آباد ضلع کښې د موبائيل او انټرنيټ سروس په مکمله توګه معطل کړي شوي وو
بلخوا اچابل سيمه کښې په بهارتي پوځيانو حملې په نتيجه کښې بهارتي ميجر راهول ورما پشمول درې اهلکار ژوبل شويدي