په کشمير د بهارت د قبضے خلاف ټوله نړئي کښي کشميريان نن توره ورځ نمانځې

0
28
په کشمير د بهارت د قبضے خلاف ټوله نړئي کښي کشميريان نن توره ورځ نمانځې

مقبوضه کشمير پشمول درسته نړئي کښي نن کشميريان په کشمير د بهارت د قبضے خلاف نن توره ورځ نمانځي،مقبوضه وادئ کښي مکمل شټرډاون دے او احتجاجي مظاهرے هم شوے دي،پاکستان کښي هم د بهارتي قبضے خلاف احتجاجونه او دستورے ترسره شوے دي
په اوويشتم اکتوبر کال نورلس سوه اووه څلويښتم کښي بهارت کشمير ته خپل فوج ليږلے وو او د کشمير په يوه لويه برخه ئي د ټوپک په زور قبضه کړے وه،کشميري اوولس هر کال اوويشتم اکتوبر د بليک ډے يعني تورے ورځ په توګه نمانځي او متحده قامونو ته کشمير کښي د استصواب رائے په حواله لوظ وريادوي
د نور کله په رنګ نن هم ټوله دنيا کښي کشميريان د بهارتي ظلم وجبر او قبضے خلاف توره ورځ نمانځي،کشمير ميډيا سروس مطابق مقبوضه کشمير کښي نن مکمل هرټال دے،تعليمي ادارے،تجارتي مرکزونه او دکانونه بند دي،په سړکونو ټريفک هم د نيشت برابر دے او کشميريانو په خپلو کورنو تورے بيرغے هم لږولے دي،د بهارتي مظالمو او قبضے خلاف مقبوضه وادئ کښي احتجاجي مظاهرے هم شوے دي
پاکستاني اولس او کشميريان هم نن د بهارت د قبضے خلاف توره ورځ نمانځي،د يوم سياه په حواله مرکزي دستوره مظفر آباد کښي ترسره شوه چي په کښي د آزاد کشمير وزيراعظم راجه فاروق حيدر او د امور کشمير وزير علي امين ګنډاپور شرکت اوکړو،دے نه علاوه آزاد کشمير په شمول د ملک مختلفو ښارونو کښي احتجاجونه او دستورے هم شوے دي،اسلام آباد کښي دفترخارجه مخے ته هم کشميريانو او سول سوسائټي د سيوري لاندے احتجاجي مظاهره شوے ده،مظاهرينو مطالبه کړے ده چي د کشمير مسئله دے د کشميريانو د خواهشاتو مطابق هواره کړے شي