په کنټرول لائين د بهارتي فورسز فائرنګ کښي د پاک فوځ دري ځوانان شهيدان شوي

0
248
په کنټرول لائين د بهارتي فورسز فائرنګ کښي د پاک فوځ دري ځوانان شهيدان شوي

په کنټرول لائين د بهارتي فورسز لخوا د بلااشتعال فائرنګ سلسله جاري ده ، د آئي ايس پي آر ترمخه په راوله کوټ سيکټر کښي دبهارتي فائرنګ په نتيجه کښي د پاک فوځ دري ځوانان شهيدان شوي د پاک فوځ ترجمان وائي چه دجوابي کاروائۍ په نتيجه کښي ددښمن توپونه خاموش کړي شوي او جوابي کارائي کښې د بهارت اړخ ته هم د مرګ ژوبلي اطلاعات دي
دپاک فوځ ترجمان ادارې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه په لائين آف کنټرول دبهارتي فائرنګ په نتيجه کښي د پاک فوځ دري ځوانان شهيدان شوي
د آئي ايس پي آر مطابق بهارتي فورسز د راوله کوټ سيکټر په رکهچکري سيمي کښي بلااشتعال فائرنګ کړي ، د بهارتي فائرنګ په نتيجه کښي صوبيدار محمد رياض ، لانس حوالدار عزيزالله او سپاهئ شاهد منصب شهيدان شوي او يو بل ځوان ژوبل شوي هم دي
د پاک فوځ ترجمان زياتوي چه دپاک فوځ لخوادجوابي کاروائۍ په نتيجه کښي ددښمن توپونه خاموش کړي شوي ،ترجمان وائي چه د فورسز جوابي کارائي کښې د بهارت اړخ ته هم د مرګ ژوبلي اطلاعات دي