په کوهاټ روډ د کاروائي په وخت دري ملزمان ګرفتار کړي شوي

0
105
پيښور کښې دسرچ اپريشن په وخت پنځه ديرش کسان ګرفتار کړے شوي

د پيښور ايس ايس پي اپريشن وئيلي دي چي دري ملزمان د کوهاټ روډ قمر دين ګړهي نه ګرفتار کړے شويدي کوم چي د يو لوئي راهزن ګروپ سره تعلق ساتي
پيښور پوليس لائن کښې خبري غونډي ته د وينا په وخت ايس ايس پي اپريشن ظهور بابر افريدي اووئيل چي چمکنو تهانړي په حدودو کښې د ناکه بندي په وخت دري ملزمان په پوليسو ډزي اوکړي ، دډزو نه پس دري واړه ملزمان فيصل خان ، عمر خان،او عمراحمد ګرفتار کړے شول
د هغه وينا وه چي دري واړه ملزمان د ډاکټر علي سليم فائرنګ کښې ککړ دي
دي نه علاوه ملزمانو په جميل چوک کښې په رائډر سکواډ ډزي کړي وي ، د ډزو په نتيجه کښې د پاک ارمي يو ځوان زخمي شوي وو،
دهغه وينا وه چي دري واړه ملزمان د پشتخري، بهانه ماړي، ګلبهار تهانړي په حدودو کښې په مختلف وارداتونو کښې ککړ وو
دوه تمانچي يو موټر سائيکل برامد کړے شوي وو