پوليسو په حيات اباد سيمه کښې د يو کاروائي په وخت پنځه ډکيت ګرفتار کړيدي

مردان پوليسو په پټو کښي غورزولي شوي د زنانه د لاش ملزم ګر فتار کړي

د پيښورايس ايس پي اپريشن وئيلي دي چي پوليسو په حيات اباد سيمه کښې د يو کاروائي په وخت پنځه ډکيت ګرفتار کړيدي،د يو سوال په جواب کښې ايس ايس پي اپريشن اووئيل چي دډاکټر ضياالدين په اړه د متعلقه هسپتال نه د ژوبلي رپورټ نه دے ترلاسه شوےهم دغه وجه ده چي ايف ائي ار نه دے درج کړے شوے
پيښور کښې خبري غونډي ته د وينا په وخت ايس ايس پي اپريشن ظهور بابر افريدي اووئيل چي د حيات اباد او پشتخري پوليسوته اطلاع وه چي تيره ورځ د مني چينجر ملازمينو نه ملزمانو شپږ ديرش لکهه روپئ تختولي وي هغه کسان حيات اباد کښې ځائي په ځائي ليدلي شويدي
حيات اباد تهاني پوليسو په فوري توګه چهاپي اووهلي او د ملزمانو د ملګرو نه ئي يو تن ګرفتار کړو،
ګرفتار شوي ملزم په نشاندهي څلور مزيد ملزمان اونيولے شو، د ملزمانو نه شپږ ديرش لکهه روپئ هم برامد کړے شوي،
د ملزمانو تعلق د پيښور اچيني علاقي سره ښودلے کيږي،
ايس ايس پي اپريشن وينا وه چي تير کال هم په رينګ روډ د پټرول پمپ نه څلريشت لکهه روپئ تختولے شوي وي، مذکوره ملزمانو د دغه ډکيتي هم اعتراف کړيدے
د يو سوال په جواب کښې ايس ايس پي اپريشن اووئيل چي دډاکټر ضياالدين په اړه د متعلقه هسپتال نه د ژوبلي رپورټ نه دے ترلاسه شوےهم دغه وجه ده چي ايف ائي ار نه دے درج کړے شويدے