پوليس تهانړې کښې دطلب علم قتل مقدمه کښې څلور پوليس اهکاران نامزد

سوات بنړ پوليس اسټيشن په حوالاتو کښي مبينه طور طلب علم عبيدالله قتل مقدمه کښې د تهاندار په شمول څلور پوليس اهکاران نامزد کړے شوي چي په کښې دري اهکاران ګرفتار کړے شوے دي

د سوات مرکزي ښار مينګوره بنړ پوليس تهانے په حدود کښي واقعه سيمه لطيف اباد کښې د پير په شپه په ساده کپړو کښي ملبوس اهلکارانود تکرار ورستو طلب علم عبيد الله خان او د هغه ماما سابقه ناظم فريدون خان ګرفتار کړے وو او تهانے ته ئي بوتلي وو چرته چي په حوالات کښې په مبينه توګه عبيد د ګولي لګيدو ورستو قتل شوے وو
ډي پي او سوات شفيع الله ګنډا پور د پيښي نوټس اغستلي او د انکوائري لپاره ئي د ايس پي انويسټي ګيشن په مشري کښې سپيشل ټيم جوړ کړے اود وژلي شوي طلب علم عبيد ماماپه مدعيت کښې مقدمه درج کړے شوي په کوم کښي چي تهانيدار فيض الله په شمول څلور پوليس اهلکاران نامزد کړے شوے
د ډي پي او سوات د وينه مطابق مقدمه کښي هيډ کانسټيببل ابراهم شاه ،سپاهي امجدرحمان او سپاهي حضرت حسين د قتل په مقدمه کښې شامل کړی شوے
د ډي پي او د وينه مطابق مقدمه کښې نامزد دري اهلکاران جيل ته ليګلے شوے او د تهانيدار د ګرفتاري لپاره کوششونه روان دي
مينګوره لطف اباد کښې د طلب علم عبيد جنازه ادا کړے شوے او مقامي قبرستان کښې خوارو ته سپارلي شوي