پولينډ کښي ديو ښار په مئير د چندي مهم دوران په چاقوحمله شوي

0
14

پولينډ کښي ديو ښار په مئير د چندي مهم دوران په چاقوحمله شوي ، حمله آور په موقع نيولي شوي ولي مئير تشويشناک حالت کښي اسپتال ته منتقل کړي شوي
د پولينډ مقامي ميډيا وائي چه د جي ډيسنک ښار مئير پاؤل ايډم باندي هاغه وخت يو کس ناڅاپي په چهاړه حمله اوکړه کله چه مئير پاؤل ايډم د فنډرئزنګ يو تقريب ته وينا کوله
په موقع جوړ فوټيج کښي په نظر راځي چه دحملي روستو مئير پاؤل ايډم په سټيج راپريوځي ، وئيلي کيږي چه په هغه د چهړو يو شمير ګوزارونو شوي او تشويشناک حالت کښي اسپتال ته منتقل کړي شوي
دپولينډ صدر د پيښي روستو خپل يو پيغام کښي وئيلي چه د مئير پاؤل ايډم حالت نازک دي او قام دي دمئير لپاره دعاګاني اوکړي
پوليس وائي چه حمله آور په موقع نيولي شوي، د پوليس مطابق حمله آور يو مجرمانه ريکارډ لرونکي کس دې او څو موده وړاندي جيل نه رها کړي شوي دے