پولیسو د پی ټی آئی رکن صوبائی اسمبلی فضل الهی د ګرفتار کولو فیصله کړی

د پیښور په ریډ زون کښی د احتجاج کولو له وجی پولیسو د پی ټی آئی رکن صوبائی اسمبلی فضل الهی د ګرفتار کولو فیصله کړی،فضل الهی په ایف آئی آر کښی نامزد کړی شوی،پولیسو سپیکر ته مراسله لیږلی ده
په سابق وزیراعظم عمران خان د حملی خلاف په دریم نومبر پیښور کښی د پی ټی آئی کارکمانو په ریډ زون کښی احتجاج کړی وو پولیسو د نامعلومه کسانو خلاف مقدمات درج کړی وو ولی اوس په هغه مقدماتو کښی د پی ټی آئی ایم پی ای حاجی فضل الهی نامزد کړی شوی،دا وجه ده چی ځائی پولیسو د حاجی فضل الهی د نیولو فیصله کړی او په دی لړ کښی پولیسو په باقاعده توګه د صوبائی اسمبلی سپیکر ته مراسله لیږلی ده،بلطرفته حاجی فضل الهی وئیلی دی چی دوئی د مقدماتو او ګرفتارئی نا نه یریږی او دوئی پیښور کښی موجود دی پولیس چی څه وخت اوغواړی دوئی نیولی شی