پومپيو طمع څرګنده کړي چه ديکم ستمبر وړاندي به طالبانو سره امن لوظنامه لاسليک شي

0
7

د امريکي خارجه وزير مائيک پومپيو طمع څرګنده کړي چه ديکم ستمبر وړاندي به طالبانو سره امن لوظنامه لاسليک شي ،دکابل مختصر دوري روستو د امريکي خارجه وزيرد هند په دوره نوي ډلي ته روان شوي
د امريکي خارجه وزير مائيک پومپيو تيره ورځ دافغانستان په ناڅاپي دوره کابل ته تلي ، مائيک پومپيو خپل مختصر دوره کښي اولسمشر اشرف غني سره ليده کاته اوکړل ، دکابل صدارتي محل کښي شوي دي ملاقات کښي طالبانو سره جاري امن مزاکرات او افغانستان کښي د ستمبر په مياشت کښي کيدونکي صدارتي ټاکنو وړاندي د سيکورټي په صورتحال خبري اوشوي
دي نه وړاندي کابل کښي د اشرف غني سره د ملاقات دروستو صحافيانو سره خبرو کښي د امريکي خارجه وزير مائيک پومپيو اوئيل چه ديکم ستمبر وړاندي طالبانو سره دامن لوظنامي لاسليک کيدو طمع ده
امريکي خارجه وزير وينا وه چه مونږ په طالبانو واضح کړي چه امريکه افغانستان نه خپل فوځونو ويستلو ته تيار ده ولي د فوځونود انخلاپه نيټه لپ تراوسه اتفاق نه دي شوي
مائيک پومپيو اوئيل چه امن زمونږ اولين ترجيح ده ولي افغانستان د بين الاقوامي ترهه ګرۍ پليټ فارم په طور استعماليدو ته تيار نه يو
طالبانو سره د مزاکراتو په حواله دامريکي خارجه وزير اوئيل چه فريقين دي مسودې ته حتمي شکل ورکولو ته نيزدي شوي کوم کښي چه وئيلي شوي چه طالبان به د نورو سټاک هولډرز سره په شريکه دا خبره يقيني جوړوي چه دافغانستان خاوره ائينده دترهه ګرو محفوظ ټهکاني په توګه استعمال نشي
د يوي بهر ملکي خبري ادارې ترمخه کابل کښي د مختصر قيام روستو د امريکي خارجه وزيرد هند په دوره نوي ډلي ته روان شو، وئيلي کيږي چه مائيک پومپيو به بهارتي وزيراعظم نريندر مودي او نور هندي چارواکو سره ليده کاته کوي