پى ايم ايل اين دلاور محسود د پى ټى آئي اميدوار دوست محمد په حمايت کښي اعلان کړي

0
26
پنجاب کښې حکومت جوړولو لپاره د تحريک انصاف او مسلم ليګ نون ترمنځه سخته مقابله

جنوبى وزيرستان حلقه اين اے يو کم پنځوستم باندې سياسى حريف پاکستان تحريک انصاف او پاکستان مسلم ليګ ن په يو پليټ فارم باندې پرامنه او خوشحاله وزيرستان جوړولو لپاره يو مټهي شول او دلاور محسود د پى ټى آئي اميدوار دوست محمد په حمايت کښي اعلان اوکړو
جنوبى وزيرستان حلقه اين اے يو کم پنځوسم باندې سياسى حريف پاکستان مسلم ليګ ن نامزد اميدوار دلاور خان محسود بشمول د جنوبى وزيرستان ټولې کابينه د پى ټى آئي اميدوار دوست محمد په حمايت کښي اعلان اوکړو
پاکستان مسلم ليګ ن نامزد اميدوار دلاور خان محسود خبرى غونډې پر مهال وئيلى چې دغه دواړه د پاکستان لوئي پارټۍ دى او هميشه په مخالفت کښي وى،ولې دوې د وزيرستان خوشحالۍ او پايه دار امن لپاره يو مټهى دي
په دې موقع دواړو سياسى ډلو اميدوارانو دغه وينا وه چې د سيمې پرمختګ لپاره دوئى اتحاد کړې او د دې مقصد نه د کرپشن خاتمه او اولس ته د جوند سهولياتو فراهمى ورکول دي
دا خبرې غونډې پرمهال د دوئې وينا وه چې جنوبى وزيرستان ترهګرۍ دلاسه متاثره شوي او ځوان کول د بے روزګارۍ سره مخ دې،د دې اتحاد مقصد هم د دې مسائلو خاتمه ده