پى سى بى د آسټريليا او نيوزى لينډ خلاف د سيريز شيډول اعلان کړې

0
21
پى سى بى د آسټريليا او نيوزى لينډ خلاف د سيريز شيډول اعلان کړې

پاکستان کرکټ بورډ آسټريليا او نيوزى لينډ خلاف هوم سيريز ميچونو شيډول اعلان کړېدے،د کيويز او کنګرو ميچونو کوربه توب به ابوظهبۍ او دوبئى کرکټ سټيډيمز کښې کيږى
پى سى بى د ګرين شرټس ګنګرو خلاف دوه ټيسټ،دوه ټى ټوئنټې او د کيويز خلاف درې ټى ټوئنټې،درې يو ورځنى او درې ټيسټ ميچونو کرکټ سيريز شيډول اعلان کړېدے
پاکستان کرکټ ټيم به خپل کورنى کرکټ سيريز آغاز به په نهـ ويشتم ستمبر دوبئى کښې آئى سى سى کرکټ اکيډمې خلاف څلور ورځنى ميچ نه کوى
پاکستان کرکټ ټيم به آسټريليا خلاف خپل اولنې ميچ په اووم اکتوبر دوبئى او دويم ټيسټ به په شپاړسم اکتوبر ابوظهبۍ کښې لوبوى
د کنګروز او ګرين شرټس ترمينځه درې ټى ټوئنټى ميچونو سيريز به په څليريشتم،شپږويشتم او اتويشتم اکتوبر لوبيږى
آسټريليا خلاف سيريز ختميدو وروستو به ګرين شرټس نيوزى لينډ خلاف خپل هوم سيريز آغاز د ټى ټوئنټى نه کوى
نيوزى لينډ او پاکستان ترمينځه درې ټى ټوئنټى سريز اولنې ميچ به په يو ديرشم اکتوبر ابوظهبۍ،دويم په دويم نومبر او دريم ميچ به په څلورم نومبر دوبئى کښې لوبوى
نيوزى لينډ خلاف درې يو ورځنى ميچونو سيريز اولنې ميچ به په اووم نومبر،دوئم په نهم نومبر او آخرنې ميچ به په يوولسم نومبر دوبئى کښې کيږى
دغه رنګ د کيويز او ګرين شرټس ترمينځه درې ټيسټ ميچونو آغاز به شپاړسم نومبر نه ابوظهبۍ کښې کيږى،دوئم ميچ به په اويشتم نومبر دوبئۍ او دريم ميچ به په دريم دسمبر ابوظهبۍ کښې لوبيږى
پاکستان کرکټ ټيم د نيوزى لينډ او انګلينډ اے ټيمونو خلاف هم د ميچونو د سيريز د شيډول اعلان کړېدے