پى سى بى د هندکمپنۍ نه پى ايس ايل نشرياتى حقوق واپس اخيستو تصديق کړې

0
37
پى سى بى د هندکمپنۍ نه پى ايس ايل نشرياتى حقوق واپس اخيستو تصديق کړې

پاکستان کرکټ بورډ د هندوستاني کمپنۍ آئي ايم جي ريلائنس نه د پي ايس ايل نشرياتي حقوق واپس اخيستو تصديق کړيدے ، ايم ډي وسيم خان وائي دغه کمپنۍ پرځائے به چې پي سي بي ډير زر د نوي پارټنز اعلان اوکړي
د پاکستان کرکټ بورډ مطابق هندوستاني مشهور کمپنۍ آئي ايم جي ريلائنس پاکستان سپرليګ براه راست نشريات خودلو حقوق اخيستي وو ولې اوس ئې د ليګ نشريات خودلو نه انکار کړې په کومه چې آئي ايم جي ريلائنس نه دغه حقوق واپس اخيستې شويدي
ايم ډي وسيم خان وائي چې پاکستان کرکټ بورډ سره و اول نه هنګامي صورتحال نه ځان بچ کولو لپاره منصوبه موجود وه او ډير زر به د آئي ايم جي ريلائنس پرځائے د نوي پارټنر اعلان اوکړې شي
ايم ډي وسيم خان وئيلي دي چې لوبې دې د سياست نه لرې اوساتلې شي او د تاريخي ميدانونو نه عمران خان پشمول د پاکستاني پخواني سټار کرکټرز تصويران لرې کول قابل مذمت دي