پى ټى ائى چې څومره وخت اقتدار کښې وى ملکى معيشت به نور تباه کيږى ، شهبازشريف

د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف وئيلي دي چې څومره وخت پورې تحريک انصاف اقتدار کښې وي تر هغې به ملکي معيشت نور تباه کيږي،د پنجاب اسمبلې اپوزيشن ليډر حمزه شهبازاولس ته اپيل کړې چې ګرانۍ خلاف دې په سړکونو راوځي او وئيلي دي چې د حکومت محاسبه به کولې شي او دا ځل به حکومت په هر صورت خپل انجام ته رسولې شي

د لاهور احتساب عدالت کښې مني لانډرنګ، رمضان شوګر ملز او آشيانه هاؤسنګ سکيم ريفرنس سماعت دوران شهبازشريف او حمزه شهباز عدالت کښې پيش شويدي عدالت د دغه ريفرنسز سماعت د نومبر مياشتې پنځمې نيټې پورې ځنډولې دي سماعت نه وړاندې خبريالانو سره غير رسمي خبرو دوران شهباز شريف وئيلي چې تحريک انصاف حکومت ملکي مسئلې حل کولوکښې ه مکمل توګه ناکامه شويدې شهبازشريف اووئيل چې چې تر څو پي ټي آئي حکومت اقتدار کښې وي ملکي معشت به نور تباه کيږي پنجاب اسمبلې کښې اپوزيشن ليډر حمزه شهباز اووئيل چې ګرانې او بے روزګارې لوجې پي ټي آئي حکومت په وينټي ليټر دې ،د آئي ايم ايف هداياتو باندې نوره ګراني راتلونکي ده، بائد اولس په سړکونو راوځي د مسلم ليګ ن دواڼو مشرانو د پټروليم مصنوعاتونرخ کښې اضافه رد کړې او وئيلي دي چې دې اضافے سره به ملک کښې ګراني نوره سيواکيږي