پى ټى ايم حيات اباد اپريشن لپاره ازاد عدالتى کميشن جوړولو مطالبه کړې

پى ټى ايم حيات اباد اپريشن لپاره ازاد عدالتى کميشن جوړولو مطالبه کړې

پښتون تحفظ مومنټ حيات اباد فيز سيون اپريشن په لړ کښې ازاد عدالتي کميشن جوړولو مطالبه کړي او وئيلي ئي دي چي نه جوړيدو په صورت کښې به احتجاجي لړئ پيل کوي
پيښور پريس کلب کښې خبري غونډي په مهال د پښتون تحفظ مومنټ غړو رحيم شال ايډوکيټ ، افتاب شينواري، فريد افريدي، او نورو کسانو وئيلي چي حيات اباد فيز سيون اپريشن يو جعلي اپريشن وو، او سعيد افريدي تر دي دمه بے درکه دے
هغوي زياته کړه چي اول پوليس وئيلي وو چي مړه شوي ترهګرو تعلق افغانستان سره دے خو روستو پوليسو اووئيل چي ترهګرو تعلق ضلع خيبر سره دے، او دي نه علاوه حيات اباد فيز سيون کور نه په پوليسو او سيکورټي ادارو باندي راکټ يا بم نه دے فائر کړے شوے
هغوي دا هم وينا وه چي که امجد ترهګر وو نو عمران بے ګناه دوستان ئي ولي وژل او دا چي قتل کړے شوي ځوانانو باندي يو ايف ائي ار هم نه دے درج