پى ډى ايم مولانا فضل الرحمان او شهبازشريف پورې محدود شوې ، شيخ رشيد

داخله وزير شيخ رشيد وئيلې دي چې د پخواني افغان سفير لور لخوا پرله پسې په درې ژبو کښې بيانونه جاري کول د پاکستان خلاف منظم ميډيا وار برخه ده او دا که چرې سلسله علي خيل خپل ناوړه بيانونو نه لاس په سر نشوا نو بيا به پاکستان لخوا د هغې ټولې ويډيوګانې د ثبوت په توګه وړاندې کولې شي ، دائي هم وئيلې دي چې د مخالفو ډلو اتحاد پي ډي ايم مولانا فضل الرحمان او شهباز شريف پوري محدودشويدې

د کورنو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد پنډۍ کښې ميډيا سره خبرو اترو کښې دعوا اوکړه چې سلسله علي خيل اغوا شوې نه وه او په دې اړه ټول ثبونه افغان تحقيقاتي ټيم سره شريک کړي شوي خو بيا هم په پاکستان ناوړه تورونه لږيدل د خفګان خبره ده د شيخ رشيد وېنا وه چې سلسله عليخيل لخوا پرله پسې درې ژبو کښې ويډيو بيان نه په ډاګه کيږي چې هغه د پاکستان خلاف منظم ميډيا وار کښې بوښت ده او که چرې دا لړۍ اوندريده نو بيا به پاکستان هم د ثبوت په توګه ټول ويډيوز خپاره کړي شيخ رشيدمخکښې اوئيل چې پاکستان افغانستان کښې امن او څوکالۍ غواړي خو د افغانستان استخبارتي ادارې اين ډي ايس او د هند لخوا د پاکستان خلاف منظم ميډيا وار شروع دې شيخ رشيد پي د مخالفو ډلو اتحاد پي ډي ايم په اړۀ اوئيل چې دا اتحاد اوس صرف د مولانا صيب او شهباز شريف پورې پاتې شوې او د حکومت خلاف ورسره هيڅ تګ نشته