پيراګون سټي سکينډل کيس کښې لاهور هائي کورټ د فريقين وکلا حتمي بحث لپاره غوښتي

0
5
پيراګون سټي سکينډل کيس کښې لاهور هائي کورټ د فريقين وکلا حتمي بحث لپاره غوښتي

لاهور هائي کورټ کښې پيراګون سټي سکينډل کيس کښې نيب لخوا ګرفتار پښواني وزير ريلوئے خواجه سعد رفيق او د هغه رور خواجه سلمان رفيق درخواست ضمانت وشو او عدالت ويشتم مئي په نيټه د فريقين وکلا حتمي بحث لپاره وغوښتل ،عدالت اوئيل چي وکلا دلائل مکمل کيدو وورسته به فيصله اورئي
لاهور هائي کورټ کښې جسټس باقر نجفي او جسټس سردار نعيم باندي مشتمل دوا کسيزه بينچ د خواجه برادران ضمانت خواست سماعت وکړو
سماعت چي کله شروع شو نو جسټس باقر نجفي تپوس وکړو چي ريفرنس فائل شوے او که نه چي جواب کښي خواجه سعد رفيق اوئيل چي تاحال ريفرنس ندے فائل شوے ولي نيب تروسه تورونه ثابت کولو کښې ناکامه شوے
وکيل اوئيل چي د هغوي موکل پنځلس کاله مخکښې متبادل پلاټونه اخيستي اوو او پيراګون سټي بے نامي جائيداد ندے وکيل اوئيل چي خواجه برادران مارچ دوا زره اتلس کښې نيب ته ريکارډ سپارلے او ټوله کاروائي قانون په مطابق او ټيکس ريټرن جمع کيدو وورسته شوے
سماعت په دوران کښې نيب وکيل عدالت ته اوئيل چي خواجه سعد رفيق په اکاونټ کښې پيسي منتقل شوي او شل نه زيات پلاټونه وس هم خواجه سعد رفيق په نامه دي هغه اوئيل چي پيسو منتقلي تفتيش ندے مکمل شوے او عدالت دي ضمانت خواست رد کړي
وکلا دلائل او سماعت وورسته عدالت حتمي بحث لپاره فريقين وکلا ويشتم مئي په نيټه وغوښتل او سماعتي وځنډولو