پير حسنات شاه پي ټي آئي کښې د شموليت اعلان کړي

پاکستان تحريک انصاف د ن ليګ وکټ غورځولو کښي کامياب ، پخواني مذهبي چارو وزير او سرګودها نه قامي اسمبلي غړي پير حسنات شاه پي ټي آئي کښې د شموليت اعلان کړي ، وائي چي ن ليګ کښي ئي خه وخت تير کړے، خو اوس د ملک خدمت عزم سره پي ټي آئي کښې شامل شوي يم

Vپه دغه موقع ترسره شوي دستوري کښې د پي ټي آئي وائس چئيرمين شاه محمود قريشي ، اسد عمر او فواد چوهدري مشترکه خبري غونډي ته وينا هم کړي شاه محمود قريشي د پير حسنات شاه پي تي آئي کښې په شموليت هرکلے اوکړو او و وئيل چي د ملک سياسي صورتحال عام ټاکنو تقاضه کوي ، د ملک مسائلو واحد حل عام ټاکنو اعلان دے جنوبي پنجاب پشان وسطي پنجاب نه هم د ن ليګ صفائي شروع شوي شاه محمود قريشي اوئيل چي آئين د دوه اسمبليانو تحليل نه پس نوي ورځو دننه ټاکنو تاکيد کوي او نوي ورځو دننه ټاکني نه کول آئيني خلاف ورزي ده د پي ټي آئي فواد چوهدري وينا وه چي سپيکر قامي اسمبلي خپلي کمره کښې سرنګ جوړ کړے،او چي کله ملاقات له ورشو سرنګ په زريعه غائب شي ، په دغه موقع پير حسنات شاه اوئيل چي ن ليګ کښې هغه ښۀ وخت تير کړے خو اوس ئي د ملک خدمت عزم سره پي ټي آئي کښې شامل شويدے