وزيرصحت عبدالقادر پټيل وائي چې د عمران خان ميډيکل رپورټ موصول شوے،د مېډيکل رپورټ مطابق د عمران خان د پښے هډوکے نه درديدلے او نه مات شوے،بيا دومره موده ئې پښے ته پلستر ولي اچولے وو،دا به عمران خان ته پته وي،پټيل وائي چې په ميډيکل رپورټ کښې دوئمه نکته دا ده چې د وړوبولو نمونے د ټيسټ نه ئې پته لګيدلي چې خان صيب د شرابو او کوکينو نشه کوله،په ميډيکل رپورټ کښې ئې درئمه نکته دا ده چې عمران خان په ذهني توګه هم تندروست نه دے،عبدالقادر پټيل وائي چې دا ميډيکل رپورټ د پاکستان پينځوؤ ټاپ کلاس ډاکټرانو جوړ کړے
دا خبري وفاقي وزيرصحت عبدالقادر پټيل په کراچۍ کښې د يوے خبري غونډې په مهال کړيدي،وينا ئې وه چې د عمران خان ميډيکل رپورټ راته ميلاؤ شوے،د ميډيکل رپورټ مطابق دا واضحه شوي ده چې د عمران خان خپه نه خو ماته شوي،نه ئې هډوکے کريک شوے او نه دړديدلي،بيا نه پوهيږو چې عمران خان ولې پينځۀ مياشتې پښے ته پليستر اچولے وو
عبدالقادر پټيل وئيلي چې د عمران خان په ميډيکل رپورټ کښې دوئمه نکته دا ده چې په هغې وخت کښې د عمران خان نه د وړو بولو نمونه اخستے شوي وه او عمران خان ته هم پته ده چې زما نه يورين سامپل اخستے شوے وو،د هغے د ابتدائي رپورټ نه خو ثابته شوي چې عمران خان به د شرابو او کوکينو نشه کوله ولې چې کله ئې تفصيلي رپورټ راشي نو پته به ئې د تناسب اولګي چې څومره نشه ئې کوله
عبدالقادر پټيل وئيلي چې د عمران خان په ميډيکل رپورټ کښې درئمه نکته دا مخې ته راغلي چې پاکستان پينځوؤ ماهره ډاکټرانو وئيلي چې دا سړے په ذهني توګه هم فټ نه دے ،ډاکټرانو ليکلي چې کله مونږ د عمران خان سره لږ وخت تيرکړو نو پته راته اولګيده چې عمران خان په ذهني توګه تندروست نه دے