پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي نوټي فيکيشن جاري

0
185

حکومت د نوي کال شروع کيدو باندې اولس له زيرې ورکړې ، پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي نوټي فيکيشن جاري کړيدے، د نوټي فيکيشن مطابق پيټرول د ليټر په سر څلور روپۍ شپږ اتيا پيسې او ډيزل په قيمت کښې څلور روپۍ شپږ ويشت پيسې في ليټر کمې کړيدے
د وزارت خزانه لخوا جاري کړې نوټي فيکيشن مطابق پيټرول په قيمت کښې څلور روپۍ شپږ اتيا پيسې في ليټر کمې شوې چې ورسره د پيټرول نوې قيمت نوي روپۍ اووه نوي پيسې مقرر کړې شويدے
اعلاميه کښې وئيلې شوي چې ډيزل په نرخ کښې څلور روپۍ شپږ ويشت پيسې ،لائټ ډيزل دوه روپۍ شپاړس پيسې او خاورو تيل قيمت کښې ليټر په سر صرف دوه پنځوس پيسې کمې شويدے
د وزارت خزانه نوټي فيکيشن مطابق ډيزل نوې نرخ يو سل شپږ روپۍ اته شپيته پيسې مقرر کړے شويدے
دا شان نوټي فيکيشن مطابق خاورو تيل قيمت دوه اتيا روپۍ اته نوي پيسې ټاکلې شويدے
واضحه دې وي چې اوګرا وزارت خزانه ته پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې پنځلس روپۍ پورې د کمي سفارش کړې وو