پيپلزپارټۍ ګلګت بلتستان متعلق د وزيراعظم اصلاحى پيکج مسترد کړې

0
14
بلاول بهټو

پيپلزپارټۍ ګلګت بلتستان متعلق د وزيراعظم اصلاحى پيکج مسترد کړېدے،د پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زردارى وئيلى دى چې د ګلګت بلتستان قانون سازۍ اختيار افسرشاهى له ورکول د شرم خبره ده بايد چې حکومت دا اختيار واپس واخلى

بلاول بهټو زردارى لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى چې پيپلز
پارټى د وزيراعظم شاهدخاقان عباسى دا پيکج مسترد کوى او چرې به هم افسر شاهى له د قانون سازۍ اختيار ورنه کړو
د هغه وينا وه چې د اولس بنيادى حق شوکولو سره حالات خرابيدې شې او سياسى استحکام لپاره به مسائل پيدا شى
بلاول زياته کړه چې اوس خو فاټا متعلق صدر مملکت نه د قانون سازۍ اختيار ختم شوېدے نو د ګلګت بلتستان اولس ولې د دې حق نه محرومه ساتلې کيږى