پيپلز پارټي د آئي ايم ايف سره شوې معاهدي سينيټ او قامي اسمبلې کښې د وړاندې کولو غوښتنه کړيده

پيپلز پارټي د آئي ايم ايف سره شوې معاهدي سينيټ او قامي اسمبلې کښې د وړاندې کولو غوښتنه کړيده، سينيټر رضاربانې په آئي ايم ايف معاهدے سختو ټکنو کښې نيوکې کړي او وئيلې دي چې اوس به بجټ هم آئي ايم ايف جوړه وې، ممکنه ده چې حفيظ شيخ ته په پارليمنټ کښې د بجټ تقرير ضرورت هم ورپيخ نشې
د پيپلز پارټي سينئر رهنما او سينيټر ميا رضا ربانې د آئي ايم ايف سره شوې معاهده سينيټ او قامي اسمبلې کښې وړاندې کولو مطالبه کړيده، رضا ربانې وئيلي دي چې آئي ايم ايف سره شوې معاهد ے باندي سوالونه پورته کيږي او اوس به بجټ نه تر صوبو ته ملاويدونکے اين ايف سي ايوارډ پوري د آئي ايم ايف مرضې چليږې،
هغه اوئيل چې حکومت د ملک مالې سلامتې ګروي ايښودي ده، بجټ به هم آئي ايم ايف جوړه وې، ممکنه ده چې حفيظ شيخ ته پارليمنټ کښې د بجټ تقرير ضرورت هم ورپيښ نشې،
رضاربا ني اوئيل چې حکومت د آئي ايم ايف په وينا آئينې ترميم هم کولې شې، سياسې او معاشې توګه باندي مصري نظام راويستو کوشش کوي