پيښورکښي د پوليو مهم په ضد افواه خوريدو کښې ککړملزم د يوي ورځي په جسماني ريمانډ پوليسو ته حواله

0
166

پيښورکښي د پوليو مهم په ضد افواه خوريدو کښې ککړملزم عدالت ته د وړاندي کيدو نه پس د يوي ورځي په جسماني ريمانډ پوليسو ته حواله کړے شويدے
تيره ورځ د پيښور ماشوخيل سيمه کښي ملزم نذر محمد د پوليو مهم په ضد د افواه په الزام ګرفتار کړے شوي وو، کوم چي مقامي عدالت د يوي ورځي په ريمانډ پوليسو ته حواله کړيدے،
په ملزم دا الزام وو چي هغه په سوشل ميډيا د پوليو مهم خلاف عام اولس اشتعال کښې راوستي وو او پروپيګنډه ئي خوره کړه، چي له وجي ئي عام اولس د پيښور په زياتره سيمو کښې د پوليو د څاڅکو ورکولو څخه انکاري شول
ملزم نذر محمد په امروزه مزدورئ باندي په سوئي ګيس محکمه کښې ملازمت کوي،
عدالت کښې وړاندي کيدو نه پس ملزم ټول الزامات رد کړيدي، او وي وئيل چي ما د پوليو مهم خلاف هيڅ قسمه پراپيګنډه نه ده کړي او نه مي د مهم خلاف څه قسمه ګامونه پورته کړيدي
عدالت د دلائلو اوريدونه پس ملزم نذر محمد د يوي ورځي په جسماني ريمانډ پوليسو ته حواله کړو