پيښور ائير پورټ کښې کسټم اهلکارو د دوو مسافرو نه پنځه ديرش زره ريال او درهم برامد کړي

پيښور باچا خان انټرنيشنل ائير پورټ کښې کسټم اهلکارو د دوو مسافرو نه پنځه ديرش زره سعودي ريال او درهم برامد کړي کوم چي په غير قانوني توګه سعودي عرب ته سمګل کيدل،ملزمانو خلاف ايف ائي ار درج کړے شويدے
تفصيلاتو ترمخه تيره ورځ دوه مسافرو کوم چي د پيښور نه دوبئي ته تلل،غير ملکي کرنسي سمګل کولو په الزام کښې ګرفتار کړے شول،
کسټم ويان تر مخه مسافرو قبضي نه پنځه ديرش زره سعودي ريالونه او درهمي برامد کړي شويدي
ويان زياتوي چي مسافرو کسټم اهلکارو ته غلط بياني کړي وه او ورته ئي وئيلي وو چي دوي سره دوه زره درهمه دي،ولي د تلاشي دوران د هغوي د سامان نه پنځه ديرش زره ريالونه او درهمونه برامد شوي دي، کوم چي د کسټم اهلکارو په خپله ولقه کښې اخستي دي،
د ملزمانو خلاف ايف ائي ار هم درج کړےشويدے او مزيد تفتيش دپاره د ملزمانو نه پلټني رواني دي