پيښور او مردان ځني سيمو کښې د سمارټ لاک ډاون څوارلس ورځې پوره کيدو نه پس ډي سيل کړي شوې

پيښور او مردان ځني سيمو کښې د سمارټ لاک ډاون څوارلس ورځې پوره کيدو نه پس ډي سيل کړي شوې

د پيښور او مردان ځني سيمو کښې د سمارټ لاک ډاون څوارلس ورځې پوره کيدو نه پس ډي سيل کړي شوې ولې بعضې نورو سيمو کښې دسمارټ لاک ډاون لګولو فيصله شوې
د ډپټي کمشنر پيښور دفتر لخوا جاري شوي اعلاميه ترمخه اشرفيه کالوني، يونيورسټي ټآون چنار روډ، دانش آباد او سيکټر اي ټو فيز ون حيات آباد کښې سمارټ لاک ډاون ختم کړے شويدے او دا چې په دغه علاقو کښې د کورونا وائرس په کيسونو کمې ليدلې شويدے
اعلاميه ترمخه د پېيښور په دوه نورو علاقو کښې سمارټ لاک ډاون نافذ کرے شويدے چې پکښې ډيفينس آفيسر کالوني او ګلبرګ شامل دي
هم دغه رنګ مردان ډپټي کمشنردفترلخواجاري شوې اعلاميه مطابق کاټلنګ بازار، دامن کوه، دوه سهرو چوک جهان آباد، بجلي ګهر او شیخ ملتون سیکټر A علاقې به صبا نه ډي سیل کولي شي، اعلامیه تر مخه دمردان پیرانو ډاګه، کاروان روډ او محبت آباد کښي به د صبا نه څوارلس ورځو لپاره سمارټ لاک ډاون شروع کولي شي

blank