پيښور ايچ ايم سي او کے ټي ايچ هسپتال کښې ډينګي نه متاثره پنځوس مريضان راوړلے شوي

دپيښور ضلعي انتظاميي د ډينګي وائرس د مخنيوي لپاره دفعه يو سل څلور څلويښت لګولے

پيښور ښار کښې ډينګي ماشے اوس هم موجودګي لري ، ايچ ايم سي او کے ټي ايچ هسپتال کښې تر اوسه ډينګي نه متاثره پنځوسو نه زيات مريضان راوړلے شويدي،
د خيبر ټيچنګ هسپتال ډاکټران وائي چي اتمي جولائي نه تر اوولسم اګست پوري اووه څلويښت ډينګي نه متاثره مريضان راوړلے شويدي چي پکښې اته ديرش د علاج نه پس ډسچارج کړے شويدي اونهه تر اوسه په هسپتال کښې زير علاج دي،
کے ټي ايچ ته راوړلے شوي زياتره مريضانو تعلق سربن سيمي سره دے
بلخوا د حيات اباد ميډيکل کمپليکس ترجماني خبر ورکړے چي د جنورئ نه تر د اګست مياشت پوري اته ډينګي نه متاثره مريضان هسپتال ته راوړلے شويدي چي پکښې څلور علاج نه پس فارغ کړے شوي، او څلور اوس هم داخل دي
ترجماني زياتوي چي دډينګي نه څږ کال يو تن هم نه دے مړ شوے هغي دا هم وئيلي چي ايچ ايم سي ته راوړلے شوي ټول مريضان پيښور ښار او مضافاتي سيمو سره تعلق لري
بلخوا د ايل ارايچ هسپتال وياند وائي چي هلته تر اوسه ډينګي نه متاثره مريضان نه دي راغلي