پيښور تاجرانو ضلعي انتظاميي په ضد سخت احتجاج کړي

پيښور تاجرانو ضلعي انتظاميي په ضد سخت احتجاج کړي

پيښور تاجرانو ضلعي انتظاميي په ضد سخت احتجاج کړي او حکومت نه ئي ډپټي کمشنر پيښور لري کولو سره په تاجرانو لګولي شوي بنديزونه ختمولو مطالبه کړي.د پيښور ښار او خواشاو علاقو د تاجرانو تنظيمونو مشرانو يوه غونډه شوي.غونډه کښې تاجرانو ضلعي انتظاميي لخوا بلاوجه اپريشنو په ضد سخت احتجاج کړي تاجرانو تنظيم مشرانو حکومت نه غوښتنه کوله چي ډپټي کمشنر پيښور محمد علي اصغر دي په فوري توګه لري کړي شي ولي چي ډپټي کمشنر په هداياتو د پيښور تاجرانو سره ظلم او زياتي روان دي او د تاجرانو ايس او پيز په نوم بے عزتي کولے شي.تاجرانو وينا ده چي که چري تاجرانو سره روان ظلم زياتي بند نه کړې شو نو بيا به ضلعي انتظاميه په ضد رابرسيره کيږي، چي ذمه وار خپله ضلعي انتظآميه وي.غونډه کښې تاجرانو تنظيم مشرانو خالد ايوب ، خالد ګل مومند ، حاجي سيد نقيب بشمول نور درانه مشران موجود وو،