پيښور سي ټي ډي پوليسو د ترهګرئ غټه منصوبه ناکامه کړي

پيښور سي ټي ډي پوليسو د ترهګرئ غټه منصوبه ناکامه کړي

پيښور سي ټي ډي پوليسو او حساسو ادارو د ترهګرئ غټه منصوبه ناکامه کړي ،متنو سيمي نه ئي په غټ تعداد کښې درنه او خطرناکه وسله برامد کړيده
پوليس چارواکي وائي چي د خفيه اطلاع په بنياد سي ټي ډي پوليس اهلکارو او حساسو ادارو د پيښور مضافاتي سيمي متنو په سپيني تهانه سيمه کښې کاروائي کړي
دکاروائي دوران د يو کور نه په غټه پيمانه درنه وسله ترلاسه شويده،
پوليس زياتوي چي برامد شوي وسله کښې شل تهرټي سيون ايم ايم مارټر ګولي او دولس ايم ايم ار ګولي شامل دي
پوليس چارواکي دا هم وائي چي دغه وسله پيښور ښار کښې د ممکنه ترهګري کاروائي دپاره پټه کړي شوي وه
کاروائي دوران د څه قسمه ګرفتارئ خبر مخي ته نه دے راغلے ولي پوليس وائي چي د ترهګرو ګرفتارئ لپاره هلي ځلي رواني دي