پيښور سټي ټريفک پوليسو د پاکستان ډيموکريټک مومنټ جلسې لوجې د ټريفک متبادل پلان جاري کړيدے

پيښور سټي ټريفک پوليسو د پاکستان ډيموکريټک مومنټ جلسې لوجې د ټريفک متبادل پلان جاري کړيدے

پيښور سټي ټريفک پوليسو د پاکستان ډيموکريټک مومنټ جلسې لوجې د ټريفک متبادل پلان جاري کړيدے ۔د چيف ټريفک آفيسر پيښور ترمخه په ښار کښې به سبا سحر نه تر شپې پورے د لويو ګاډو داخله منع وي ، د کوړي پل نه تر چارسده روډ پورے به رنګ روډ د ټريفک دپاره بند وي ۔د رش او سړکونو بنديدو دوجې د عوام دپاره د متبادل روټس انتظام هم شويدے ، د اسلام آباد او نورو ښارونو نه راتلونکي ګاډي به د مردان په رشکۍ انټر چينج کوزيږي او د جي ټي روډ نوښار لاره به استعمالوي ۔ د پيښور سي ټي او ترمخه په چارسده نيسته انټرچينج کوزيدونکي به پيښور ته داخليدو دپاره چارسده روډ استعمالوي ۔